د قبایلي ښځو یوې ټولنې چې خور نومیږي، مشرې نورین نصیر د زرڅانگې د مرستې لپاره مبارزه شروع کړیده


په پېښور کې د مدنې حقوقو فعالینو د زرڅانگې سره د مرستې لپاره فعالیتونه پیل کړیدې. د قبایلي ښځو یوې ټولنې چې خور نومیږي، مشرې نورین نصیر په خپل فیس بک د زرڅانگې د مرستې لپاره مبارزه شروع کړیده. نورین نصیر وایي چې هر هغه کس چې د زرڅانگې مرسته کولی شي نو پکار ده چې وې کړي. د خور ټولنې غړو د حکومت نه هم غوښتنه کړیده چې زرڅانگې حفاظت وکړي ځکه چې هغې او کورنۍ ته یې اوس هم خطر موجود دی.

نزرانه یوسفزۍ


نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *