Poem of the Month (Khor Ghag Magazine) 


Poem of the month by Nazrana Ghaffar Yousafzai 
مسافرې ښځې
اکثر ټپې اورمه

چې یادوي، هلکان

مسافرۍ کې ځوانان

د کلي یخ بادونه

د باغ خندانه گلان

غوټۍ غوټۍ یادونه

د سیند په غاړه ماښام

خپل بنډارونه ژاړي

د بی غمۍ ورځې شپې

ډک وو جامونه. ژاړي

زما خپل ځان ته پام شي

وطن زه هم یادوم

کوڅي زه هم پېژنم

پټو کې منډي زما

د مور بابا مینه هم

خو لا ماشومه ووم چې 

په کور کې کیناستمه

په ستر بنده شومه

نه مې باغونه لیدل

نه مي بیا خوړ لیدلی

د کور څلور دیواله

غولې مي خړ لیدلی

ورځ او ماښام به یو وو

نه د ملگرو بنډار

نه مي همځولي یادي

نن چې ازاده گرځم

پردي وطن کې دلته

پام مي ځوانانو ته شي 

چې ناست وي کلي یادۍ

زه شم په فکر اخته

Leave a comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *